Za dagha sher khpalai khwagai malgarey aw khorkey Drana Pukhtanay ta dedicate kawom:
Tsa guloona, tsa rangoona tsa naghmay kram
Sta da khaar khabaray sta pa shaan khwagay kram
Da tyaaro da ghoror stargay ba ranay kram
Parharoona ba pa laaro kay deeway kram
Tsok che maa aw taa yaw zai leedalai na shee
War pasay ba hagha sta da khuley kheray kram
Da janaan da khobawalo stargo yaada
Ta razai ka da zakhmono deeway mray kram?
Za da har mehfila starai kor ta rasham
Za pa har atan ke zaan zarey zarey kram
Hagha stargey day yaw tso wrazay zema shee
Che da meeney pa khobono ye maray kram
Da sparlee la khwa pa domra naseeb ghwaram
Da che gul shondey pa khpalo weeno sray kram
Der Ala …
Keep it up.
I am in Karachi and whenever I try to access http://dranapukhtana.com/ or http://pukhtanay.com/ I can’t.
Did you ever face such problem?
Na pohegam che waley.
the links you have posted here are correct. What kind of msg do you get when you try?
It doesn’t give me any message but just keeps trying and then don’t open the page.
It might be the service provider problem. We have Dancom at office. I will try from home as I have PTCL DSL there as soon as my phone fixes up as currently it is dead.
Pa pakistan key de internet mazey ghwarey??
Halta net nemat na zakhmat da?
د صاحب شاه صابر د غمرازۍ غونډه
په ٢٧ مئى ٢٠٠٧ باچاخان مرکز کښې د ارواښاد پروفيسرصاحب شاه صابر په ياد کښې د يادګيرنې يوه غونډه د باچاخان ټرسټ په مرسته وشوه چې پکښې د صوبې ټولو نوموړو ليکوالو شاعرانو او دانشورانو ګډون وکړو. د صدارت په کرسۍ د مردان د سيمې ليکوال او شاعر ډاکټراسرار کښينولے شو ورسره د پريزډم په چوکو دعوامى نيشنل پارټۍ د صوبې صدر افراسياب خټک ډاکټرمحمداعظم اعظم، سعدالله جان برق، د اے اين پى سکتر مياافتخارحسين، اکرام الله ګران، اباسين يوسفزے، فضل دين خټک، سليم راز، ناصرعلى سيد، ډاکټر راجولى شاه خټک ، اسدالله ساحل، اميرقاسم مروت، ناست وو.
د تلاوت کلام پاک نه پس رحمت شاه سائل ووئيل صاحب شاه صابر يو قام پرست ليکوال ؤ. يقين نۀ دے چې بل څوک داسې د ادب ، علم او سياست پوهه پيدا شى. هغه په داسې وخت کښې مونږ نه لاړو چې قوم ته د هغۀ ضرورت ؤ دهغۀ ټوله مينه دې قوم او دې خاورې سره وه.
افراسياب خټک ووئيل چې ډاکټرصاحب شاه صابر د خپل ژوند هره لحظه دخپل قام او خپلې خاورې دپاره وقف کړى وو. زمونږ تعليمى نظام سوالونه وژنى ځکه چې دهغې جواب ورسره نۀ وى د مرکزى سوچ او بدلون دپاره سکوت نه سوالونه پکار وى او هغه کښې د سوالونو او دهغې د جوابونو هم جواب ؤ. هغه د هر چا ؤ خو د ځان نۀ ؤ. هغه شاعر ليکوال. محقق، او تنقيد نګار ؤ بغير د سوچ او فکر نه قامونه ترقى نۀ شى کولے، د هغۀ ټوله شاعرى د قوم په رنګ کښې رنګ وه وائى:
راځئ چې چرته کښينو او دا زړونه سره تش کړو
راځئ لږ په ژوند کښې د ژوندو خبرې وکړو
پروفيسرنورالامين يوسفزى خپله مقاله کښې ووئيل چې صاحب شاه صابرؤ خو صابر نه هغه ډير بې صبره ؤ او دې بې صبرۍ ته ئې وګورئ چې مرګ ته ئې هم تلوار ؤ او دغه ئې د بې صبرۍ غټه نخښه ده، هغۀ په داسې نازک وخت کښې په تلو تادى وکړه چې قوم ته ئې ډير ضرورت ؤ. هغۀ به هره لحظه د قوم فکر کولو.
کله چې يو قوم بل قوم ورکول غواړى نو وړومبے ئې ژبه حمله کوى.
هغې خلقو مونږ نه بلې لمبې تاؤ کړې
چې پخپله په پوټى غوندې لوګى مرى
سعدالله جان برق صيب ووئيل هغه يو درويش ؤ د ځان نه خبر نۀ ؤ. خو د قوم د هرې مسئلې نه خبر ؤ. او دهغې به ورسره غم ؤ. او دغه د هغۀ د ټولو نه لوئې صفت ؤ.
رحمت شاه سائل چې د منظومو پيرزونو پيش کولو دپاره سټيج ته راغے او د نظم يو شعر دوه ئې لا وئيلى نۀ وو چې ژړغونے شو او واپس لاړو.
نن په دې لار هغه سړے رانغے چل څۀ وشو
هغه چې تللے دے بيا رانغے چل څۀ وشو
پروفيسرناصرعلى سيد هغۀ سره شوې يوه مکالمه وړاندې کړه، چې يوه ورځ هغه خپلې ماشومې لور له په څۀ خبره پړق ورکړے ؤ. چې پيښور ته راغے نو ډير پريشانه ؤ چې حال ئې ووئيلو نو وې نۀ پوهيږم چې څۀ وکړم؟ مونږ ورته ووئيل چې ښار ته لاړ شه او يوه ښائسته ګوډۍ واخله او دے سمدستى پاڅيدو ګوډۍ ئې واخستله او واپس کلى ته لاړو. دومره زيات خو په زړۀ نرے ؤ.
سيدعابد خان عابد ووئيل چې مرګ او ژوند يو بل سره تړلى دى، خو ژوند د يو مقصد دپاره دے هغه يو جمهوريت پسند ؤ. د قام او ژبې دپاره ئې هلې ځلې کولې ښائست ئې خوښ ؤ. هغه په هر څۀ او هر شکل کښې چې ؤ.
د ډاکټرمحمداعظم اعظم وينا وه چې صاحب شاه صابر اسلاميه کالج کښې هم زما شاګرد ؤ او د پى ايچ ډى تهيسس امتحان لپاره زۀ دهغۀ کنټرولر ؤم هغه په صحيح معنو کښې يو ښۀ سپيځلے تخليق کار او محقق ؤ. ډير حساس ؤ په پوټے خبره به خفه او خوشحاليدو. ډاکټرخالد زيار هم د څۀ وئيلو دپاره سټيج ته راغے خو لا څۀ ئې وئيلى نۀ وو چې په ژړا شو او ځان سره ئې نور هم وژړول. او بې د څۀ وئيلو نه د سټيج نه واپس شو.
ډاکټرراجولى شاه خټک ووئيل چې د هغۀ په مرګ پښتو ژبې ، ادب او پښتون قام ته ډير لوئې نقصان رسيدلے دے څوک چې په صحيح معنو کښې منقسم شوے دے هغه يو نظرياتى سړے ؤ. او په دې هغه اخرى وخت پورې قائم ؤ. د پښتو عالمى کانفرنس چئيرمين سليم راز ووئيل چې مرګ يو حقيقت دے ددې نه انکار نۀ شى کيدے هيڅ يو نظريه نۀ شى رد کيدے خو چې دهغې شاته يو مضبوط طاقت موجود وى هغه يو نظرياتى قلم کار ؤ. خو دهغۀ د فکر اړخ معلومول دى دا څۀ رسمى خبرې نۀ دى. د هغۀ په مرګ پښتو ادب ته لوئې نقصان رسيدلے دے. هغۀ کله هم په اصولو باندې سودابازى نۀ وه کړې، هغۀ چې به څۀ ليکل د هغۀ په هغې پوخ يقين ؤ د هغۀ مرګ يقيناً چې پښتو ژبې او ادب دپاره لوئې زيان دے.
د عوامى نيشنل پارټۍ سترسکتر مياافتخارحسين په خپله وينا کښې ډاکټرصاحب شاه ته په خپلو پيرزوينو کښې ووئيل چې د کالج د وخت نه هغۀ سره په ګڼو تنظيمونو کښې پاتې شوے يم هغه يو بې باکه ليکوال زړۀ ور ورکر او يو لوئې انسان ؤ. او د هغۀ مرګ د ژبې ادب او قوم دپاره بې کچه زيان دے او کۀ دغسې نۀ وے نو رحمت شاه او ډاکټرخالدزيار به دسټيج نه د څۀ وئيلو نه بغير ولې تلل. لکه څنګه چې فوځ کښې يو فوځى چې د جرنيلۍ يا بلې عهدې ته رسى او په هغۀ چې څومره خوارى او محنت کيږى دغسې يو سياسى ورکر چې تياريږى نو په هغې هم کلونه لګى او چې بيا دغه د فوځ عهديدار يا دغه ورکر ناڅاپى وفات شى نو تاسو سوچ کولے شئ دغه څومره لوئې نقصان وشو دغې ادارې ته.
دوى کښې نورو چا چې صاحب شاه صابر ته منظومې او په تقريرونو کښې د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې هغوى کښې ظاهره خټک د افراسياب خټک کورودانه، نورالامين يوسفزے، نورالبشرنويد، کمال الدين بخشالى، محمدعالم عالم، او ګڼ نور عالمان او دانشوران شامل وو. د غونډې صدر ډاکټراسرار چې سټيج ته راغے نو د هغۀ ګيله وه چې مونږ صدر خو جوړ کړو خو بيا د هغۀ نه څۀ تپوس نۀ کوؤ چې څۀ کول پکار دى يا څۀ به کيږى؟
خداې پاک دې وکړى چې باچاخان مرکز ددغسې ادبى هلو ځلو مرکز جوړ شى او يوازې د صاحب شاه صابر نۀ د هغو نورو شاعرانو او ليکوالو ورځې هم ونمانځى کوم شاعران او ليکوالان چې د ازادۍ په جدوجهد کښې د باچاخان کلک ملګرى وو. پکار دى چې د هغۀ فکر او سوچ له وده ورکړے شى او دغه شايد چې د هغۀ اخرى خواهش ؤ:
د محبت د ازادۍ د قافلې ملګرو
د زړۀ داغونه درنه مړۀ نۀ شى چې شپه درنه ده
خو د صاحب شاه صابر مرګ له باچاخان ټرسټ چې دومره اهميت ورکولو چې سړے وګورى نو سوچ ئې واخلى چې دا ددې ټرسټ واکمنو د يوې ټاکلې پاليسۍ د لاندې دغسې وکړل چې ګنې ائنده به هر شاعر ليکوال ته کۀ دهغۀ په ژوند نۀ وى نو د مرګ نه پس به هم دغسې عزت ورکولے شى. اوکۀ نه دا د ټرسټ په غړو کښې د ارواښاد صاحب شاه صابر سره دهغوى ذاتى تعلق او دوستۍ دکبله دغسې وشول دا شک او سوال ځکه پيدا شو چې ددې نه څو ورځې مخکښې هم د باچاخان د قافلې يو بل نوموړے شاعر او ليکوال سيف الرحمان سليم هم په حق رسيدلے ؤ. خو هغه چا په دروغه هم ياد نۀ کړو. کۀ ايا د هغۀ د مرګ نه د ټرسټ واکمن خبر نۀ وو؟
هسې خو په مخفى کريم، ساقى فدا، ستى،خليق، صنوبر، جليا او دغسې نورو د ازادۍ په ليونو او د قام او باچاخان په مينه مستو باندې خو مونږ پخوا د ګمنامۍ خاورې اړولې دى او کۀ څوک په هغوى د زلمى کول د پيژندګلو دپاره څۀ وليکى نو د “پښتون” په سرخۍ سفيدې ښائسته شوى مخ او وجود کښې دهغې دپاره ځاې نۀ وى. حالانکې هغه کۀ ولټولے شى نو پکښې نۀ خو دغنى خان ليونى فلسفى د ګډو وډو نه د ماسټر کريم د نننۍ دنيا او نۀ د ارواښاد شررانبار ډهيرى “بڅرى” جوګه څۀ موده موندے شى دې نه خو هغه شاړ شبړ “پښتون” ښۀ ؤ چې د هر پښتون د زړۀ اواز او د اقتدار د خاوندانو دپاره هر لفظ ئې د اور بڅرے اوبله لمبه وه. خداې پاک دې وکړى چې پښتون بيا هغه زوړ پښتون او د اولس د زړۀ اواز شى چې د هر چا په لاس کښې وى.
Khatak, yeah try it and let me know whether it works or not.
Namaloom, mannana for the article, dair pa zra poray wo.
هارټ اټېک
صاحب شاه صا بر
هغه زړه چه شور وو شروو
اور اخستے سمندر وو
غورځنګونه وو سيلاب وو
د نادره مستۍ تا ب وو
لړزېده به درزېده به
خوزېده به رپيده به
لکه سړېکه په سينه کښے
لکه پړق په اېنه کښے
هغه زړه داسے بے زړه شو
چه د مرګ په خوب اوده شو
نه څه ژاړی نه څه ستاۍ
نه څه غواړی نه څه واي
لکه کانړے په سينه کښے
لکه داغ په اينه کښے
دنېا به نوره وی صا بر چې پيښور ته رسی
زرې زرې شی چه رنړا ته رسی، نمر ته رسی
ستوری د سختو نه تېر ېږ ی چه سحر ته رسی
د مزل ستړ ې دمنزل په مخکښې حېڅ هم نه وی
له غرونو اؤړی چې سيندونه سمندر ته رسی
په ما هم هغه څوک د کفر ګوا هی ورکوی
څوک چه زما په زور محراب ته ځی منبر ته رسی
هغه د غرونو لېونے به پکښې څو ک پيژنی
دنېا به نوره وی صا بر چې پيښور ته رسی
__________________
په جنتونو مئېن څۀ پېژنی
ستاد کو څے ماځېګری رنګونه
———————————-
څومره په ګرانه وو راغونډ صابره
څه په اسانه شو خواره ملګری
پوښتنه
صاحب شاه صابر
د هغه کلي نه راغلي ميلمه
وايه د هغه کلي حال څنګه دے
چې څه بدلون پکې راغلے که نه
دخلقو فکر څنګه خيال څنګه دے
اوس هم د هغه ځائ ليکو ال شاعران
د افسرانو قصيدې وائي
اوس هم د هغه ځائ خانان ملکا ن
ځان درنوي خپلې درنې وائي
اوس هم د هغه ځائ غريب دله دے
په ټوک ډوډۍ پردۍ حجرې ساتي
په شاباسي باندې مرګونه کو ي
شان د خانانو د شملې سا تي
مجرمان ! اوس هم سپين سپيځلي ګرځي
افسران اوس هم رشوتونه اخلي
سمګلران! اوس هم د نوټونو په زور
د چا ايمان د چا سرونه اخلي
د هغه کلي نه راغلي ميلمه
وايه د هغه کلي حال څنګه دے
هلته کې اوس هم د عاشق زندګي
په غم لړلو اسويلو کيږي
اوس هم د مينې د مئين زندګي
په فريادونو په زبيرګو کيږ ي
اوس هم د هغه ځائ د ښکلو فرقه
د عشقه بود غواړي بهبود غواړي
و مئينانو نه څه بوده کوي
د محبت د سره سود غواړي
د هغه کلي نه راغلي ميلمه
وايه زما د ﻻلي حال څنګه دے
چرته په لار کوڅه کې ښکاري که نه
څوک ئې په ښه بده کې ستائي که نه
زما غزلې خو ترې هيرې نه دي
د خپل ښائست سندرې وائي که نه
رښتيا زما هغه ياران څنګه دي
د محبت په ﻻره سم دي که نه
د غيرت اور خو ئې مړ شوے نه دے
په مينه هغسې محکم دي که نه
د هغه کلي نه راغلي ميلمه
وايه د هغه کلي حال څنګه دے
چې څه بدلون پکې راغلے که نه
زما خواري خو اوبو وړې نه ده
زما محنت څه ځائ نيولے که نه
هغه تودې جذبې سړې خو نه دي
ما بلې کړې ډيوې مړې خو نه د ي
ته به ګرځې داسې ښکلی زه به مړ يم
چې مې اوس وای لږ ليدلی زه به مړ يم
Ta ba garzey dasey khukaley za ba mar yam
chey mey auss wey lag ledaley za ba mar yam
جنازه چې مې د کوره ګور ته واخلي
ته به نه يې راوتلی زه به مړ يم
janaza chey mey da gora kora ta wakhlee
ta ba na wey rawataley za ba mar yam
خړې خاورې به په م باندې انبار شي
هر سړی به درومي غلی زه به مړ يم
kharey khawrey ba pa ma bandey aambar shi
har sarey ba droomi ghaley za ba mar yam
زه به هېر شمه قرارې مرګي ورک شه
سره خاندي به ټول کلی زه به مړ يم
za ba hir shama qarari margey wrak sha
sara khandi ba tul kaley za ba mar yam
بې له مانه ما څوک نه درځنې غواړي
ما خپل ځان درته بخښلی زه به مړ يم
bey la mana ma sokk na darzaney ghwaree
ma khpal zaan darta bakhaley za ba mar wam
چې په ډېرو شپو مې هېر نکړې جانانه
دا ستا یاد مې ډېر ساتلی زه به مړ يم
chey pa dairo shpo mey hir na krey janana
da sta yad mey dair sataley za ba mar yam
زه د یار د دره بې له خپله ياره
بل چا نه يم راشړلی زه به مړ يم
za da yar da dara bey la khpala yara
bal cha na yam ra taraley za ba mar yam
په دا تور سترګو کله کله ګوره
جوړ په ما د خاورو څلی زه به مړ يم
pa da tooro stargo kala kala gora
jor pa ma da khawro saley za ba mar yam
چې په زبر مې تېرېږې خدای لپاره
لږ شه ما ته پښه نيولی زه به مړ يم
chey pa qabar mey tairegey khudai da para
lag sha ma ta khpa neewaley za ba mar yam
بيا لږ راشه په خندا شه چې ښايسته شي
چې مزار مې شي مښلی زه به مړ يم
beya la rasha pa khanda sha chey khaesta ye
chey mazar mey shi makhaley za ba mar yam
که نور هيڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړ خيبر خو دې ليدلی زه به مړ يم
ka nor hess na wee chey ma lara radroomey
khar khyber kho dey leedaley za ba mar yam
د کاکل په خطا بند د مخ کتاب کړه
ما “خاطر” په تا سپارلی زه به مړ يم
da kakul pa khata band da makh kitab ka
ma khatir pa ta sparaley za ba mar yam
Namaloom, you said enjoying internet in Pakistan is not easy. To some extent I agree, however, now only for good internet connection I can’t leave my loving country 🙂
Good luck
what is there in loving country?
bloodbath???
KHUDAYA CHEY SOKK HAM DA PUKHTOON PA KOR KEY SHAR RAWALI
DA MEY DUAA DA CHEY YE KHPAL KOGAI WADAN MA KREY.
Khawanda jameeyat ye krai badal pa praishaanee
Har cha che jameeyat kralo praishaan da pukhtano
Nazo was that poem a dedication to me? 😛
pukhtana taso hum khpal blog la dase color warkay,da somra khog lagee kana,same da?
wale staso da blog color hum der khaista de,kho da yaw sa unique shaan de
da khpal khaist pa ranra jwand palwashe ka
yawe garhay neeme la kala na kala raaza,zama da zra saange la zama bulbula raaza…..(to asif)
pukhtunkhwa de tal abaad wee
sher yar chup sha mara, zema blog pasey khaberei ke 😦
sorry ma staso blog pore khabara na da kare, zama de khula maata shee ka chare staso blog ta bad owayam, ma kho sirf taso la yaw saada shaan mashwara darkawala
Dheera manana staso mashwarey depara 😡
i love http://www.dranapukhtana.com, this site is all about pashtoons, keep it up pukhtana ji,staso da qabilyat moong qadar kawoo,taso waqayee che yawa drana pukhtana ye,ALLAH mo hamesha abaada saata, khushala ose ao da ghamoono na mo ALLAH hamesha lare saata
Yes Pukhtana it was dedicated to you…kho lag nawakhta day warta paam sho :).
Sher yar khana starey mashey aw har kela rashey.
hahaha nazo u know i was “away” for quite some time so dont blame me please, and hmmm dheeeeeeraaa manana. *big hug & kiss*
dera manana staso nazo , moong ba hum kala kala dawra kawoo sta so da blog ao pa khpal naazawalee alfazo k ba da khpalo khayalato izhaar kawoo…..
You’re welcome pukhtana.
aw sheryaar khana, za ba hum staso da dagha nazawalo khylaato pa taama yam che kela kela zema dagha bey-ranga jungara khpal pa zareeno khyaalato rangeen kre.
tashakkur,zamoong alfaaz os domra hum nazawalee na dee che staso daa mahal kome la che taso da jongare sara tashbeeh warkawe khaista shee,taso dase wale na waye che cherta zama da alfaazo da waje staso daa mahal jongara na shee no khyal kawa….yaw zal biya taso ta ba dera umbaraki darkom che da khpal qeemati wakht na taso tol domra wakht obase che da pukhto da para ye wakrke gini dunya k kho nan saba har kas der matlabi shwe de ao sirf da khpal zaan gham wee warsara, taso hum dase wakht obaase kala kala ao che darna mumkena wee no sa stuff add kawe pa khpal blog, kam az kam taso che pa yaw pradee mulk k naast ye ao che domra mauqa ba darta na milaweegee che khpala jaba k khabare oke no domra da che staso hagha khpala meena ba pe hum maateegee zaka che khpala jaba khpala jaba wee…za staso ao da pukhtane da koshishoono mrasta kom ao somra che hum staso tareef okam no kam de….ALLAH de taaso tol aabad ao khushala saatee
thnx nazo n pukhtana 4 doin a great job 4 pukhtoon community n keepn it up
salamona da saabir saib da pokhtho adab da paara khidmaath ba thar qyamatha yaad sathalay she.yo mathal day way sal di mrha sha yo di ma mra da sabir saib nizdi malgaro tha mi ghokhthana da chi naa chaap asaar yi chaap ao khwande krhe .
allah paak di jannatulfirdos naseeb ke
pa dranaawe fazal hakim andaleeb talash dir