Da Nazo da zra razoona د نازو د زړە رازونه

ساقي توله ميخانه دي تري قربان شه ~~~پښتنه چي جام را ډک کړي له منګي نه

July 3, 2007

Filed under: The Beginnings — nazo @ 12:37 am

So the story goes……

There was a king who had two tiny little horns. No one knew of his horns cuz he had managed to keep it a secret by killing anyone who found out about it. Who were the poor souls who met thier demise through this ugly secret? damaan. Every time the kind would get a hair cut, he would kill the barbar. No matter how much they would beg or plead, the king just could not trust them since it was a well known fact that damaan are one of those ppl who could not keep secrets. They would tell the darkest of their clients secrets to the other clients. So that is why this king would kill the barber who had just given him a hair cut.

One day one smart and chalaak barbar upon discovering the Kings horns and knowing of his fate, started begging the king to spare him his life. He pleaded and pleaded and promised the king that he would not disclose this royal secret. The king who must have been in a week state of mind agreed with him and told him that he will not kill him. But there was a condition attached to it. King told the barbar to leave the city and live the rest of his life in a desert.

So the barbar said goodbye to his family and loved ones and headed towards the desert to live out the rest of his miserable life. For a few days he was OK., but slowly this secret was bugging him. He felt the urgent need to share it with someone. He knew he could not share it with a human being since that would mean his death. So as he was wandering around, he noticed a well. He walked towards the well and stuck his head inside the well and started screeming “the king has horns, the kind has horns”. To his surprise, he felt very relieved and a big load was taken off his shoulder. Within a few weeks, a reed plant grew inside the well and started growing. In a few more days the reed plant was sticking out of the well long, straight and tall. As this reed is famous for making flutes, it (the reed in the well ) started singing a song. The song was “the king has horns, the king has horns”. Passerbys heard the song and before you know it, the whole city knew of this dark secret. Of course the king killed the barbar, but it was too late.

The Moral of the story, do not tell or share something about someone else to anyone unless you are prepared that it will get to that person. Cause you can’t tell a dam from not-dam amongst us.

 

5 Responses to “”

  1. zakka Says:

    Yikes! I’m glad I don’t have any secrets… lol.

  2. zakka Says:

    BTW, this is your first post in a little while too Miss Nazo! Nice to see you are starting it off with a moral!

  3. Nazo Says:

    thank you Zakka.
    Yeah i know i have ignored my precious blog :).

  4. Hahahaha. I have heard that story many times as a kid but had completely forgotten and never imagined I would see it on someone’s blog. Thumbs up. 🙂

  5. Namaloom Says:

    سپين دروغ

    شپه دټولو تيارو اؤ ناهيليو سره په مځکه(زمکه) شوي وه . څانګې د خوب د خوني پرانيستله اؤ د باندې يې نظر واچاؤه . د بحرونونه د اړخ ته شين اسمان وو، اؤ وريځې ورڅخه په کډه شوې وې اؤ يوازې سپوږمئ د ستورو په مينځ کښې د اټن نڅا کوله. اؤ د څانګې په لور راروانه وه . داسې ښکارېده چې سړکونو هم د سپوږمۍ دهرکلي لپاره د ونو زيړې پاڼې په ځان کړې وې . د څانګې سترګې هم د دغه اوږده اؤ زيړ سړک په څار وې.

    د ګړۍ ډنډو د چرګ بانګ وخت ته سر خوځاوه . د همد ې سره د څانګې په زړۀ کښې يو څه مات شول . هغه ښځه چي ټول عمر د خپل کور، د خپل خاوند اؤ د ماشومانو په فکر کښې وه. د اخري ځل لپاره د هغې د هيلو بيړۍ د نيلي په څپو کښې ډوبه شوه. د هغې د غيرت اؤ همت نانځکه( نينزکه ټوټې ټوټې شوه . د هغې ټول وجود د مړاوي شوې ګل په شان خورې ورې شو .

    اڅک نن شپه بيا ناوخته کړو.هغه د تل په شان د دروغين سحار نه مخته ته نه راځي .د شپي دريمه برخه وه . هره خوا چوپه چوپتيا وه. يوازې نسيم وو چې د ونو زيړو پاڼوسره نڅيده اؤ سندرې یې ويلې. څانګه د کړکۍ خوا کښې ولاړه په خپلو سوچونو کښې ډوبه اؤ ننداره يې کوله چې څه وخت به د هغې د هيلو اڅک راشي. د سوچونو په بهير کښې يې يو خيال بيا بيا د ذهن ماڼۍ لړزوله هغه دا چې زه هغه لپاره ولې دومره انديښنه وکړم .داسي بريښي لکه چې هغه زړه بل چيري بايللی اوسي اؤ زه د هغه راتګ ته هسې روڼې شپي سبا کوم .

    په دوه پښو ولاړه اؤنظر يې وچ شو. اؤ د سنګار د ميز مخته کښينا سته. ګومنځ يې راواخستله اؤ خپل اوږده تور ويښتان يی نور هم ګډوډ کړل. د زيړ مخ اؤ مړاؤ سترګو سره هغه د هندارې خوا ته ورنيزدې شوه. اؤ په ډير زير يې خپل انځور ته په هنداره کښې وکتل. ډيره پوري يې خپل ځان د هندارې په ښيښه کښې لټولو.

    هغه ګل و پاڼه څه شوه؟ هغه پيغله څه شوه چي په مخ به يی تل مسکاوه؟ په هغې باندي څه وشول”

    د څانګې زړه غوښتل چي دا هنداره په کاڼو ولي اؤ ټوټې ټوټې يې کړي .هغې خپلې وړي سترګې دلاس په شا باندي پاکې کړې .

    (( زه به هيڅ نه ژاړم . زه کمزوري نه يم. زه به هيڅ کله د ژوند دا جګړه نه بايلم )) هغې په لوړ غږ ځان ته ويل ۔ اخر زما په لاسوکښې دا زولنې ولې دې ؟ ولي زه د غمونو د بندي خانې نه راوتلي نه شم؟

    څانګې خو د داسې انسان خوب نه وه ليدلې ، اؤ نه يی د دا سې کور هيله کړې وه. د هغې په اند کښې خو د مهربانو خلکو سره د يو ښکلي کور انځور وو. هغه دومره څه نه وه چې د هغې په برخه نشو کيدلے . د هغې سترګې ته تورې وريځې انځور شوې . هغه هيڅ پوهه نه شوه چي څه وخت خپل پالنګ ته لاړه . د چرګ بانګ سره سم د هغې سترګې د لمر په دوه وړانګو ولګېدلې .

    _ مور جانې جګه شه . زموږ ښونځي ته ناوخته کيږي . …..پلار جان مې چيرې دے؟

    دواړو لورګانو يی د مورڅخه پوښتنه وکړه.

    هغې ورته وويل :

    __ پلا ر مو کار ته تللے دے.

    څانګې دهغوي نظر بل خوا ته کړو.اؤ په ريښتنې خبره يې د دروغو څادر وغوړاوه ، ددې لپاره چي د پلار مينه يی د دوی په زړه کښې کمه نشي .

    دواړه لورګاني يی راتلونکې ميلمه ته ډيري خوشحالی وې .

    __ موري زموږ نوی ميلماه به څه وخت راځي ؟

    کوچينی لور يې دمور په غاړه کې لاسو نه واچول اؤ پوښتنه يی ترې وکړه .

    __ زما خو ښائسته خور په کار ده، بيا به يې زه هر ماښام د باندې لوبو ته وړم .

    __ ورور ښه نه وي بيا به په مونږنخرې کوي …..

    مشري لور يی ورپسې زياته کړه .

    دڅانګې په زړه کښې يوځل بيا دښه ژوند ټوکيدلولپاره هيله پيداشوه. د هغې په شونډومسکا وځليده. اؤ له خوشحا لۍ نه يې سترګوته د جنت سره اؤ شنه باغونه انځور شول.د ډيرو کړاؤنو اؤ طوفانو نه تيريدلو نه وروسته لکه د دغو دوه مرغلرويادونه ورته تازه کړل. وليې بل لور ته يی نظر يو ځل بيا ولويده.

    __ که د لورګانو نصيب مې هم زما غوندي شي بيا …. بيا به څه وشي؟ همدي خيال سره د هغې په تندی باندې د خولو څاڅکي وځليدل،اؤ زړه يی په نارو شو .

    __ اے زما خدايه ! د نړۍ ټول غمونه اوکړاؤنه زما په برخه کښې راکړه مګر بچيان مې له هر غم نه وساته . زما د بچو دلمن ټول اغزي اؤ طوفانونه زما په سر راواړوه ”

    کله چې يوه مور خپل اولاد ته دعا کوي نور ورته داسې ښکاري لکه خپل ځان ته يې دعاکړې وي. اوپه دی وخت کښې د يوي مور په مخ د خوښي نُور را څرګند کيږي، دا سي نُورچي د اسمان حورې هم نه لري . د څانګې په مخ هم همداسې ځلا وه . په مهربانو سترګو اؤ خندا يې د زړه ټوټو خوا ته وکتل ..

    __ زر زر ځئ بچو اؤ د ښونځي کالي مو واغوندئ چي درباندي ناوخته نشي .

    هغه بيرته دکړکيچونو ژوند ته لاړه اؤ خپل ټول پام يی د کور کارو ته واچوه . هغې به تل ځان ته ډاډګيرنه ورکوله چي خير! که خاوند مې پرواه نه کوي . زه خپله دوه مرغلرې لرم اوټاټوبے لرم .مګر د هغې زړه په دې هم خوشحال نه شو .

    (( يو وخت هغې د اڅک سره خوږ ژوند درلود اؤ زړونه يیې يو بل څخه نه لري کيدل. مګر اوس د دواړو په منځ کښې څومره فاصلې دي. کله کله به د هغې زړه غوښتل چې دا زولنيې ماتې کړي ، مګر دواړه لورګانې مور ، پلا ر اؤ د نړۍ خلک به د هغې ستر ګو ته ودريدل .

    هغې ته خپل د واده ورځ ورپه يا ده شوه . د هغې مور اؤ پلار څومره خوشحال وو . ته به وائې چي کوم ډير دروند بار يې له اوږو لرے شوے اوسي . مور يې دا په خپلو لاسو سنګارکړه اوپه ښکلو کالو کښې يې ښائسته درخو ترې جوړه کړه . اوهغه همداسې دربيدلي زړه اؤ لرځيدلي ځان سره په سري ډولۍ کښې د خپل د وطن نه لرې د نااشنا سړي سره يو نا اشنا هيواد ته راغله . څانګې په خپل زړه کښې ډيري هيلې درلودلې اؤ ويل يې وه چي خپل د ژوند ملګري سره به يې پوره کړي. مګر دهغې دا هيله ريښتيا نه شوه . څانګې هغه سړے پيدا نه کړو چي هر شپه يې په خوبونو کښې ليدلو . اڅک هغه سړے نه وه چې غم کښې ورسره شريک شوےوے . هغه سړے نه وه چې د هغې اوښکې يې په خپلو لاسو کښې نيولې وے اؤ لکه د مر غلرو يې ساتلے . يوازې د کاغذ يوي ټوټې د هغې ژوند داسې بې حس سړي سره وټړلو. هغې خپلې ټوليې خوشحاليانې د اڅک په ګامو کښې واچولې مګر هغه ظالم اؤ بې وفا سړي د هغې په قدر باندي پوهه نه شو . په همدې چورتونو اؤ فکرونو کښې يوه بله ورځ هم تيره شوه اؤ تورو تيارو خپل څادر بيا په هر څه خپورکړو . بياڅانګه د خپل د خاوند په انتظار ناسته وه .

    __ اڅک څومره نادان اؤ بدبخت دے ، چي اوروپا ته راتلو سره يې خپل ځان ورک کړو ټوله ورځ خواري اؤ غريبي کوي اؤ شپې ته د کلبو تيارې رڼه کوي . خپل ځان يی په چرس اؤ هيروئين څکښلو باندې ليونے کړو . نه دې ځان پرواه لري ،نه د کور اؤ نه د خپلو بچيانو .

    د څانګې زړه به کله کله هغه باندې وسوځيد. اؤ خپل ځان به يې ملامت کړو.

    __ شايد ما هغه ته سمه مينه نه وه ورکړې .اصل کښې زه ښځه نه شومه چې خپل خاوند مې خپل کړے وے اؤ يوه داسې کورمې ورته جوړ کړے وے چې هيڅ د هغه زړه داسې بيهوده ځايو ته نشوے رسیدے . کاش که ما په پيل کښې هغه داسې کاروته نه وے پريښے . يوه ښځه بايد د خپل د خاوندپه رضا اوسي . د خپل د مور اؤ د پلار د نوم لپاره ، د خپل بچيانو لپاره اؤ د د نړيوالو لپاره . همدا دې يو ښځي تقدير دے . کلونه کلو نه همداسې کيږي .

    څانګه په همدې خيالونو کښې ورکه وه چي د دروازې کړپ اؤ کړوپ شو .چي ګوري اڅک کور ته راغلي وه اؤ په سالون کښې د بوټانو اوجمپر سره د کوچ په سر خمار پرېوت . د کالو نه يې د شرابو اؤ د چرسو کډوډ بوي راتلو.څانګې خپل زړه کښې اټکل وکړ چي سحار به اڅک سره خبره سپينه وي . که دے هره ورځ همداسې په نشه کور ته راشي نور دا لوڼه به يې څه ترې زده کړي. څانګې ټوله شپه په ګرځيدلو سبا کړه . سهار چې اڅک راپورته شو .اوچيرته تللو لپاره يی ځان تيار ولو . نو څانګه لکه د ديوال غوندې يې مخ ته ودريده .

    __ بيا چيرته روان يې؟ يوه ورځ هم په کور کښې نه يې . څانګې ډير غوسې سره ورته وويل

    اڅک ورته وکتل او وويل :

    __ ته ولې پوښتنې کوې . زه هسې بيکاره خو د باندې نه ځم . اؤ بيا زه هر چيري چې لاړ شم ستا په دې کښې څه کاردے . ته څوک يې چې دا پوښتنه رانه کوې؟

    __” زه ستا ښځه يمه ” هغې په جګ غږ سره چابک ځواب ورکړ .

    __ ماشومانو اؤ کور لپاره همدا د رخصتۍ دوه ورځې وي . همدا نن خو کور کښې پاتې شه . نوره خو هره ورځ په کور نه يې . د کور نه خو دي توره تيښته ده. نه زما پرواه لرې اؤ نه د بچو دې . خپل ځان دې په چرس څښلو باندې لوګے کړو. بلې اونۍ کې زموږ ماشوم دې نړۍ ته راځي ډير کارونه نيمګړي پاتې دي ته ولې نه پوهيږې چې اوس ته د دريم ځل لپاره پلار جوړيږې. نوره بس ده. لږ خو شرم وکه . که شرم دهم په کلبو کښې پريښے دے” د څانګې غږ د ځاري نه ډک وه .اڅک هک پک پاتې وه چي هغه بې ژبې ليونۍ ښځه چۍ دهغه مخته به لکه د يوۍ ګونګۍ غوندي غلې وه . نن يې دومره جرآت له کومه وکړو چې ورسره په جګ غږ خبريې کوي اؤ امرونه ورباندې کوي . اڅک هيڅ ځواب ورنکړو اوهمداسې له غصې ډک دروازې خوا ته په خواته روان شو خو څانګې يی بيا مخه ورته ونيوله ” نن ته چيرې نه شي تللے نن به پريکړه کوې چي زه اؤ ماشومان درباندي ګران يو ، يا کلبونه اؤ چرس .؟

    __ په لندن کښې د څو کالو ژوند مغز درته خرا ب کړي . خپل ځان د انګليسي ښځو سره مه برابر ه وه . اؤ خپل ځان له هيره مه وباسه
    د کلي يوه بيسواده ښځه وې اؤ تل به یې ….” اڅک لکه د تالندی وغوريد . څانګې هم په ريږديدلي غږ ځواب ورکړ

    __ که هر څه وايې نن به پريکړه درباندې کوم .

    دهغې يو لاس د دروازي په لاستۍ وه اؤ په بل لاس يې ديوال کلک نيولے وه . دواړه لورګانې يې هم د خوني په کونج کښې ناستې وې اؤ له ډاره ريږديدلې . د اڅک ځان له ډيري غوسې نه رپيدو، اؤ داسې ښکاريدل چې اوس به يې د غاړې رګونه وچوي .بيا نو دهغه په سترګو باندې پرده پريوته اؤ د څانګې په وهلو يی پيل وکړ.څانګه په مځکه کښېناسته اؤ خپل باهر ته راوتلے نس يی په لاسوکلک ونيو . مګر بيا هم اڅک پوهه نه شو چې دا ښځه څومره د احترام وړده چې په خپل ځان وهل مني مګرد هغه ماشوم ساتي . د اڅک په سترګو خود لباسي غيرت پرده پرته وه . په وهلو وهلوکښې د څانګې په نس باندي هم د اڅک ګوزارونه ولګيدل . يو ځلي د څانګې له يوې دردناکې چيغې سره هغه په وينو کې ليت پيت شوه . د هغې چيغې نېزدې ټوله ودانۍ و خوځوله اؤ د اڅک هم ورسره د اول ځل لپاره خپلې نا دودۍ ته پام شو .

    __ دا مې څه وکړل ………….. واه خدايه دا مې څه وکړل .

    هغه هيڅ نه پوهيدو چې څه وکړي . په ورخطائي کښې يی کله خپل سر په دواړو لاسو وهلو اوکله به يې د ټيليفون په کتابچه کښې د ډاکټرپته لټوله .

    __ پلاره دادې څه وکړل …….. زموږ مور جانه دي مړه کړه ، دواړه لوڼو يې د خپل د پلار لاسونه خوځول اؤ په ژړه غو نې غږ پوښتنه تري کوله .

    د څانګې سپين کالي په وينو تک سره شوي وو اؤ هغې ځان هم بي حس شوے وه . هغه په مځکه کږه وږه پرته وه اؤ د خونې چت ته يی په ورانوسترګوکتل .

    يوه ورځ يې همداسي مور اؤ پلار په سپينو کالو کښې د يو نا اشنا سړي په لاس کښې ورکړه اؤ خپله بې غمه کيناستل . ته به وايی چي لندن نه ، جنت ته يې وليږله . د هغې په زړه کښې يو خيال سر جګولو ، يو نا څاپه د مور خبرې يې ورپه يادشوې

    __ لورې خاوند د يوي ښځې دوهم خدای وي . د خاوند خدمت به دې کوې اؤ د هغه پت به ساتې . که له خوشحالۍ سره د پلارکور په راغلې نور دا دروازي به درته پرانيستي و ي مګر که په بد نوم سره د پلارپه کورپناه غوښتلوته راغلې نو دا دروازې به دې په مخ تړلي وي .

    د څانګې په غوږو کښې د مور غږ ، د امبولانس غږ اؤ د ډاکټر غږ ګډ وډ راتللو .ډاکټرهم په حيرت څانګې خوا ته کتل اوداڅک نه يې پوښتنې کولې

    __ دی باندي څه وشول ؟ څنګه داسې حال ته ورسيده ؟

    د اڅک سر له شرمه ټيټ وه اؤ له خولې يی هيڅ غږ نه وتلو . څانګې په خپلو وړو وړو سترګوسره يوځل ډاکټر خوا ته وکتل اويو ځلي يې خپل زيړ مخي اؤ ډ نګر خاوند ته وکتل . د هغې غنم رنګ مخ باندي رڼا خپره شوه . ډير ورو يې خپلي شونډې خلاصې کړې اؤ په دريدلي غږ يې وويل

    __ ډاکتر صاب ! زما پښه وخويدله اؤ زه د زينو نه راولويدم

    _________________


Leave a comment